د بلخ نابینا خبریال د افغانستان اتلانو لیګ ته د ګډون او یووالي پیغام راوړی
د بلخ نابینا خبریال او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو فعال سید محمد یزدانپرست له خپلو یو شمېر ملګرو سره د روشن اتلانو لیګ د سیالیو لیدو ته کابل ته راغلی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوی حضور او هڅې ستایلې دي او دې لیدنې په سپورټي فعالیتونو کې د معلولیت لرونکو کسانو د ګډون اهمیت یو ځل بیا مطرح کړی دی.

د بلخ ولایت نابینا خبریال او د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو فعال سید محمد یزدانپرست له خپلو یو شمېر ملګرو سره کابل ته راغلی، څو د افغانستان د روشن اتلانو لیګ سیالۍ له نږدې تعقیب کړي.
یزدانپرست، چې د افغانستان له لومړنیو نابینا خبریالانو څخه بلل کېږي، د دې سفر له لارې په سپورټي ډګرونو کې د معلولیت لرونکو کسانو د ګډون او حضور پیغام وړاندې کړی دی.
د هغه او ملګرو حضور دا موضوع هم راڅرګندوي چې د فوټبال سیالۍ یوازې د میدان پر لوبغاړو او د هغوی پر پایلو نه راڅرخي، بلکې د ټولنې بېلابېل وګړي هم باید د سپورټي فعالیتونو برخه وي.
یزدانپرست له ځان سره د قرآن کریم یوه نسخه او یو دودیز واسکټ هم راوړی و، چې د عیارۍ، ځوانمردۍ، یووالي او انسانیت د ارزښتونو د نښو په توګه وړاندې شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه د نوموړي او ورسره ملګرو حضور او هڅې وستایلې او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
یزدانپرست د خپلې لیدنې پر مهال له خلکو وغوښتل چې د معلولیت لرونکو کسانو د ورځني ژوند ستونزو ته له بلې زاویې وګوري.
هغه وپوښتل:
«یوازې د لسو دقیقو لپاره خپلې سترګې پټې کړئ او تصور وکړئ چې خبرې هم نه شئ کولای؛ بیا به څه پېښ شي؟»
د نوموړي دا پوښتنه د هغو ستونزو د درک کولو بلنه وه چې معلولیت لرونکي کسان ورسره په ورځني ژوند کې مخامخ کېږي.
د یزدانپرست حضور دا پیغام هم لري چې د فوټبال مینه او په سپورټي ټولنه کې ګډون یوازې د لیدلو په وړتیا پورې تړلي نه دي.
په سپورټي ډګرونو کې د معلولیت لرونکو کسانو هرکلی، هغوی ته د مناسب چاپېریال برابرول او د ګډون فرصتونه رامنځته کول د داسې سپورټي ټولنې د جوړېدو مهمې برخې دي چې د ټولو وګړو لپاره پرانیستې وي.



