افغانستان د لومړي ځل لپاره د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان کرکټ لوبډلې د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغه ټورنمنټ اتلولي وګټله. د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ افغان لوبډلې تر پایلوبې وړاندې سویلي افریقا، عمان او سکاټلنډ هم مات کړي وو.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ، د نومبر په لومړۍ، د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغه ټورنمنټ د اتلولۍ جام وګاټه.
پایلوبه د هانګ کانګ د مونګ کوک په مېشن روډ لوبغالي کې ترسره شوه.
د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ افغان لوبډلې په دې ټورنمنټ کې تر پایلوبې وړاندې خپلې درې واړه لوبې ګټلې وې. افغانستان په ګروپي پړاو کې سویلي افریقا او عمان ته ماتې ورکړې او په نیمه پایلوبه کې یې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.
له سویلي افریقا سره د وروستي توپ بریا
افغانستان د جمعې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه په وروستي توپ وګټله.
سویلي افریقا په شپږو اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې وې او افغانستان ته یې د ۱۰۸ منډو هدف ټاکلی و.
افغان لوبډلې دغه هدف د صدیقالله پاچا د دوو پرلهپسې شپږیزو پر مټ پوره کړ او په شپږو اورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې جوړې کړې.
فرمانالله ساپي په ۱۴ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ګلبدین نایب په لسو توپونو ۳۱ او کریم جنت په لسو توپونو ۲۲ منډې وکړې.
عمان ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار
افغانستان د شنبې په ورځ په دویمه ګروپي لوبه کې عمان ته هم ماتې ورکړه.
عمان په شپږو اورونو کې ۱۲۰ منډې جوړې کړې وې، خو افغانستان د هدف په تعقیب په ۵.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې.
صدیقالله پاچا په لسو توپونو ۴۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او فرمانالله ساپي په ۱۱ توپونو ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په دې بریا سره افغانستان د خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ورسېد.
د سکاټلنډ پر وړاندې د ګلبدین نایب نیمه سلیزه
افغانستان د نیمه پایلوبې په سیالۍ کې سکاټلنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په شپږو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه.
لوبډلمشر ګلبدین نایب په ۱۶ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
کریم جنت په نهو توپونو ۳۷ او صدیقالله پاچا په نهو توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
سکاټلنډ په شپږو اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۰ منډې جوړې کړې او افغانستان پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان لومړۍ اتلولي
افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې په پایلوبه کې په بریا سره د هانګ کانګ د شپږ اوریزو سیالیو لومړۍ اتلولي خپله کړه.
افغان لوبډلې دغه ټورنمنټ له پرلهپسې بریاوو سره پای ته ورساوه. ګلبدین نایب، فرمانالله ساپي، صدیقالله پاچا او کریم جنت پایلوبې ته د لوبډلې په رسېدو کې مهمې ونډې لرلې.
د هانګ کانګ شپږ اوریزې سیالۍ د کرکټ په ځانګړې بڼه ترسره کېږي، چې هرې لوبډلې ته یوازې شپږ اورونه ورکول کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د نړۍ یوولسو نورو لوبډلو ګډون کړی و.
افغانستان له سویلي افریقا او عمان څخه د هدفونو په تعقیب او له سکاټلنډ څخه د نیمه پایلوبې په ګټلو سره ځان د اتلولۍ پایلوبې ته رسولی و.


