په کابل کې د سوکوهنې فدراسیون په سیالیو کې ۸۰ سوکوهونکي د لسو ځایونو لپاره سیالي کوي
د کابل ښار د ټولو زونونو او درېیو ولسوالیو ۸۰ سوکوهونکو د سوکوهنې ملي فدراسیون په جمنازیوم کې درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې. په پای کې به لس غوره ورزشکاران راتلونکو سیالیو ته وټاکل شي.

د کابل ښار د ټولو زونونو او درېیو ولسوالیو ۸۰ سوکوهونکو د سوکوهنې ملي فدراسیون په جمنازیوم کې درې ورځنۍ تشویقي سیالۍ پیل کړې، چې په پای کې به یې لس غوره ورزشکاران راتلونکو سیالیو ته وټاکل شي.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وینا، دا سیالۍ د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د لویانو په عمري کټګورۍ او لسو بېلابېلو وزنونو کې ترسره کېږي.
د نویو استعدادونو لټون
د ورزش عمومي ریاست ویلي چې دا سیالۍ د هېواد د ورزش ادارې او د سوکوهنې ملي فدراسیون د مسؤلینو په شتون کې د غوره څېرو د موندلو او ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوې دي.



