راپور: نورالله شينواری

کرېکټ په تېرو دوه لسيزو کې د افغانستان لپاره نه یواځې یوه لوبه، بلکې د خوښۍ او یووالي یواځينۍ وسیله یادېږي. د ملي لوبډلې پرلپسې برياوې د دې لوبې د لا پراختيا سبب شوي او په نږدې هر ولايت او ولسوالۍ کې سلګونه داسې لوبغاړي او استعدادونه پېدا شوي چې کولی شي، په ملي او نړېواله کچه د افغانستان استازولي وکړي. ددې لوبغاړو لپاره د لوبو زیمنه برابرول، لوبغالي جوړول او دوی بوخت ساتل د افغانستان د کرېکټ بورډ له مهمو مسؤوليتونو شمېرل کېږي، خو تراوسه افغان کرېکټ بورډ په نړيوال معيار برابر میدانونه نه دي جوړ کړي او لوبغاړي خپلې ټولې نړيوالې سيالۍ په نورو هېوادونو کې ترسره کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې په نړيوال معيار برابر کرېکټ ميدانونه په افغانستان کې نه جوړېږي؟
په دي اړه د افغانستان کرېکټ بورډ (ACB) وياند سيد نسيم سادات وايي؛ په نړيوال معيار برابر لوبغالي جوړولو لپاره لږ تر لږه ۴۰–۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.خو د بورډ کلني عواید چې کرېکټ نړيوالي شورا لخوا ورکول کېږي( شاوخوا ۱۶–۱۸ میلیونه ډالر کېږي). چې دغه عوايد يوازې د نړيوالو سياليو له حقه، سپانسر او محدودو تجارتي فعاليتونو لپاره دي. زموږ ټول کلنی عاید له ۲۰ میلیونه ډالرو ډېر نه دی:(له دې پیسو د لوبډلې معاشونه، سفرونه، روزنیز پروګرامونه، کورني ټورنمنټونه او اداري لګښتونه ورکول کېږي.) د سادات په خبره د بورډ دغه عواید دومره پراخه پروژه نه شي تمويلولی او د خصوصي سکتور ونډه هم ډېره کمه ده: (موږ کوشش کوو چې راتلونکې کلنو کې د هېواد په داخل کې نړيوال معيار برابر لوبغالي جوړ کړو، څو بهرني لوبډلې دلته سياليو ته راشي)

د شیرزي کرېکټ لوبغالی چې څو ځل یې پرانېسته وشوه، خو لا هم په معیاري بڼه او نړېوال سټندرد برابر نه شو

بل خوا د افغانستان د ورزش ادارې یو مسؤول د نوم نه ښودلو په شرط مني چې دولت د اوسنیو اقتصادي ستونزو له کبله دغه ډول پروژې نه شي عملي کولی او نه ورته ځانګړې بودجه لري:( خو کوشش کوو چې دغه ستونزه حل او یوه حل لاره ورته پيدا کړو.)
د کرېکټ مبصر احمد فرهاد فدایي وايي: (د نړیوال لوبغالي جوړول او درلودل په خپله کورني کرېکټ ودې او هېواد پرمختګ لپاره ډير زيات مهم دی) نوموړي زیاته کړه چې په دي برخه کې افغان کرېکټ بورډ ۶۰ فيصده کارونه بشپړ کړي، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي او تمه ده په راتلونکي کلنو کې دغه ستونزه سل فيصده حل شي.
بلخوا د هډې تجارتي کرېکټ ليګ مسؤل او مبصر خان افضل هډوال وايي، پخوا د امنيتي ستونزو له کبله د لوبغالو جوړول شوني نه وو او همدا وجه ده چې کرېکټ نړېوالې شورا هم افغانستان ته خاصه پاملرنه نه کوله: ( کوم هېواد کې چې امنيت نه وي؛ کرېکټ نړیواله شورا هغه هېواد ته ډيره توجه نه ورکوي ، نه ورته اضافه پيسي ورکوي او نه هم لوبډلو ته اجازه ورکوي تر څو نا امنه هېواد ته لاړ شي.)

نوموړي زياتوي؛ تراوسه دولت هم افغان کرېکټ بورډ سره په دې برخه کې همکاري نه ده کړې او نه يې د پانګوالو د جذب لپاره غږ کړی.

غازي امان الله لوبغالي ته تمه وه چې د نړیوالو لوبو کوربتوب به وکړي، خو تر اوسه دا لوبغالی په خپل حال پاتې دی

د کرېکټ مبصر فضل رحيم رحيمي په وېنا، د نړيوال معيار ميدان يوازې د لوبې ډګر نه دی:( د کرېکټ نړېوالې شورا(ICC) د معيارونو له مخې، هر لوبغالی بايد لږ تر لږه ۲۰–۳۰ زره څوکۍ نندارچيانو لپاره، د لوبغاړو او روزونکو خونې، د رسنيو مرکز او د ژوندۍ خپرونې تخنيکي وسايل او د نندارچيانو لپاره روغتيايي، تجارتي او امنيتي خدمات ولري.) د رحيمي په خبره په هېواد کې شته لوبغالي لکه، غازي امان الله خان، کابل کرکېټ لوبغالی یواځې اویا سلنه معيارونو پوره کوي او د معلوماتو له مخي يې پاتې کارونه يې هم روان دي.
د ورزش شنونکی وحيدالله رحماني وايي، هر پانګه وال د پانګې خونديتوب غواړي او په هېواد کې بې ثباتي یو مهم لامل دی چې د ورزش په برخه کې څوک لویه پانګونه نه کوي:( په افغانستان کې سياسي بې‌ثباتي او فساد تر ټولو ستر خنډ دی چې پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي.) رحماني زیاتوي چې په لوبغالو څو ځلې کارونه پېل شوي، د کار پرانېسته يې وشي، خو د وخت په تېرېدو بېرته له پامه وغورځول شي:( په ننګرهار، خوست او کابل کې څو ځله د لوبغالو د جوړېدو کارونه پیل شوی، خو بیا د سیاسي حالاتو د خرابېدو او یا د قراردادونو د ستونزو له امله درېدلی.) د هغه په خبره نیمه
جوړ لوبغالي کلونه همداسې پاتې دي او د زړو ودانیو په څېر یې حال خراب شوی دی.

د کرېکټ يو تن لوبغاړي ذاهد الله شينواري وايي؛ په کابل، جلال‌آباد او خوست کې موجود لوبغالي د کرېکټ نړیوال معیارونه نه دي پوره کړي چې له همدې امله افغانستان ډېری کورنۍ لوبې په هند او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. شينواري زياتوي:( تر څو چې موږ ته په نورو هېوادونو کې لوبې ترسره کول اسانه او ارزانه وي، د نړيوال ميدان د جوړولو عاجل فشار نشته.) د کرېکټ یو تن مینه وال مينه‌وال احمدشاه بیا دا خبره نه مني او وايي:(موږ هره ورځ د لوبډلې سيالۍ په ټلويزيون ګورو. زړه مو غواړي چې دلته په کابل يا ننګرهار کې هم نړيوال ټيمونه راشي او لوبې وکړې.) نوموړی وايي دا يوازې د سپورټ خبره نه ده، دا د هېواد د نوم د روښانېدو خبره هم ده.
د اقتصادي چارو شنونکی بلال احمد د لوبغالو په اقتصادي ارزښت غږېږي:(د نړیوال لوبغالي جوړول یوازې د سپورټ موضوع نه ده، بلکې د اقتصاد لپاره هم ستر اهمیت لري.) د نوموړي په خبره د یوې نړیوالې لوبې کوربتوب په اوسط ډول د لسګونو میلیونو افغانیو عاید راوړي.( د ټکټونو پلور، د سوداګریزو غرفو کرايي، د تبلیغاتو عواید، د هوټلونو او رستورانتونو ګټه ټول د ښار اقتصاد ته ژوند بښي.)
عزيز الله رحماني هم د اقتصادي ودې خبره کوي:(که افغانستان نړیوال لوبغالي ولري او هر کال لږ تر لږه درې یا څلور نړیوالې سیاليو کوربتوب وکړي، یوازې له همدې لارې لسګونه میلیونه ډالر اقتصاد ته ورننوتلی شي.)
کارپوهان وړاندیز کوي چې د خصوصي سکتور د پانګې د جلب لپاره بايد روښانه تګلاره جوړه شي، په دې تګلاره کې دې د پانګه‌والو د پانګونې د خونديتوب ضمانت، د قراردادونو شفافیت او د نړیوالو ادارو ملاتړ د جلب واضح میکانیزم شامل کړي. دوی ټینګار کوي چې که د لنډمهاله حل په توګه نیمګړې پروژې بشپړې شي، د خلکو باور به راژوندی شي او وروسته د ستر نړیوال لوبغالي لپاره لاره هواریږي او په خپل وطن کې به د کوربه‌توب ویاړ ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *