فراتر از نتیجه
ولې اوو بریاوو هم فرید بشارت ته د یوافسي نوی قرارداد ورنه کړ؟

فرید بشارت وايي، له پرلهپسې بریاوو سره سره د یوافسي چارواکو د هغه د سیالۍ پر سبک نیوکې کولې. او همدا څرګندونې د قرارداد د نه تمدیدېدو تر ټولو مهمه نکته وړاندې کوي.
له یوافسي څخه د فرید بشارت د بېلتون د لامل په لټه کې، تر ټولو مهمه خبره ښايي دا وي چې د نوموړي په وینا، تر بریاوو وروسته ورسره شوې ده.
له ډیمیټریس جانسن سره د اکتوبر د ۱۹مې مرکې کې، بشارت څرګنده کړې چې یوافسي پر کریس ګوتیرېز تر بریا وروسته د هغه له سبک څخه ناخوښي ښودلې وه. کله چې یې وروسته ژان ماتسوموتو هم مات کړ، د خپل مدیر له لارې یې وغوښتل پوه شي، د سازمان ارزونه څه ده. د بشارت په وینا، ځواب بیا هم دا و چې سیالي یې بېخونده او ستړې کوونکې وه.
له یواف سی د فرید بشارت د بېلېدو د پوښتنې یو احتمالي ځواب همدلته موندلی شو چې بشارت سیالۍ ګټلي، خو د قرارداد په اړه يې پرېکړه کوونکي د بشارت له لوبو راضي نه وو.
دا دلیل جدي ارزونه غواړي، خو باید نېغ په نېغه بشارت ته منسوب شي، ځکه یواف سي دغه خبرې په عامه توګه نه دي کړي او نه یې ویلي چې د قرارداد نه ورکولو لامل دی، بلکې دا یواځې د بشارت خپل روایت دی.
بشارت په یو اف سي کې اووه واړه سیالۍ ګټلې وې او په تول مسلکي ژوند کې یې له کومې ماتې پرته ۱۶ لوبې کړې وې او مهمه خبره دا چې په یواف سي کې په اووه ګټلو لوبو کې یې شپږ هغه د داورانو په پرېکړه ګټلې وې، نو دا روایت چې ګواکې د بشارت لوبې ستړې کوونکې او بې خونده وې، دلته ختمېږي.
بشارت د ګارزا سره وروستۍ سیالۍ له قرارداد پرته وکړه او له سیالۍ وړاندې پوهېده چې له رسمي قرارداد پرته قفس ته ننول خطر لري، خو دا خطر یې په دې هیله په ځان منلی چې د سیالۍ بریا به ورته نوی قرارداد راوړي، خو په اکتوبر کې یې دا هیله په نا امیدۍ بدله شوه او یواف سي قرارداد تمدید نه کړ.
او په همدې ځای کې مینه والو، د فری فایټ پوهانو او حتی خپله بشارت ته دا پوښتنه ولاړېدلی شي چې سازمان ددې پر ځای چې بشارت سره تړون وغځوي، ولې په شا شو. د کومې تېروتنې سزا په بدل کې خو به دا پرېکړه نه وي شوي؟
اوس باید د همدې بهیر په رڼا کې وړاندې شوي احتمالي دلیلونه و ارزول شي.
یوه نظریه دا ده چې ښايي بشارت ډېرې پیسې غوښتې وي او هوکړه نه وي شوې، خو د هغه څرګندونې دا اټکل په خپله له پوښتنې سره مخ کوي. بشارت وايي، د سازمان له خوا ورته هېڅ وړاندیز نه و شوی چې دی یې په ځواب کې د پیسو بله غوښتنه وکړي. له جانسن سره مرکه کې هم نوموړي دا خبره رد کړې چې د لوړ معاش غوښتنې یې د قرارداد د غځېدو خبرې ناکامې کړې دي.
بل احتمال د سیالیو ردول یا د سیالیو له تنظیموونکو سره د همکارۍ ستونزه ده. دانا وایټ د یوافسي اېډمنټن تر سیالیو وروسته دا ډول موارد یاد کړل، خو نه یې هغه مشخص وړاندیز وښود چې بشارت رد کړی وي او نه یې کومه پېښه د هغه د قرارداد د نه تمدیدېدو لامل وبلله. داناوایټ ګونګې خبرې وکړې، هېڅ یې روښانه نه کړل او همدې ګونګتیا نورې ډېرې پوښتنې را پورته کړې.
بشارت په خپلو خبرو کې بیا بیا د وړاندیز شويو سیالانو سره له سیالۍ د انکار اوازې رد کړي دي.
د بشارت د دریځ پخلی د هغه ورو جاوید هم په خپله سوشل میډیا کړی چې دوی د نوی قرارداد په تمه او خبرو ته منتظر وو، خو چا ورسره اړیکه ونه نیوله. که څه هم د جاوید خبرې مکمل تایید نه شو بللی، خو ددې موضوع یوه مهمه برخه ده.
او همدې موضوعاتو ته په کتلو پکار ده چې د وایټ د څرګندونو پلټنې وشي، ځکه د هغه له خبرو هم داسې نه ثابتېږي چې بشارت د خپل چلند له امله قرارداد له لاسه ورکړی.
د بشارت د لوبېد سبک احتمال تر دې مشخص بنسټ لري، ځکه بشارت د معلومو سیالیو په تړاو د وررسېدلو نیوکو یادونه کوي. له جانسن سره مرکه کې دا هم ویلي چې هغه د ډېرو ګوزارونو او په زړه پورې سیالیو غوښتنې ته د ځواب ویلو هڅه کړې وه. که روایت یې سم وي، ستونزه دا نه وه چې پر نیوکه نه پوهېده؛ ستونزه دا وه چې ورپسې سیالیو یې هم د سازمان قناعت ترلاسه نه کړ.
که څه هم یو اف سي په دې اړه څه نه دي ويلي خو دا احتمال څرګندوي چې ولې بلې بریا هم د قرارداد ستونزه حل نه کړه. بشارت خپل پرمختګ په بریاوو اندازه کاوه، خو ښايي چارواکو دا کتل چې دغه بریاوې د دوی له خوښې سره سمه ننداره وړاندې کوي که نه، دوی ته جذابیت لري که نه؟
مخکې موږ وویل چې بشارت شپږ لوبې د داورانو په پرېکړه ګټلي دي، خو د داورانو په پرېکړه د بریاوو شمېر هم په یوازې ځان نه ثابتوي چې سیالۍ یې بېخونده وې. دا یوازې د پایلو څرنګوالی بیانوي. د سیالیو د جذابیت د ارزولو لپاره باید خپله سیالۍ، د حریفانو وړتیا او په منځ کې شوې هوکړې وکتل شي؛ یوازې د ناکاوټونو شمېر بسنه نه کوي.
که څه هم د بشارت او یواف سي د قرارداد په اړه په انلاین بحثونو کې هم ځینو د هغه پر سبک نیوکې کړي خو افغانانو هغه د یوه نه ماتېدونکي ورزشکار په توګه یاد کړی او د یواف سي چلند یې ورسره ناعادلانه بللی دی. مګر اصلي موضوع چې د قرارداد علت دی، هغه لکه د هندي سريالونو د اونیزې پای غوندې تر اوسه په سسپنس کې ده او هېڅوک یې په اړه یا معلومات نه لري او یا هم نه غواړي وغږېږي چې د اوو پرلپسې بریاو سره سره د بشارت او یواف سي لارې ولې جلا شوې؟
