منځپانګې ته لاړ شئ

فراتر از نتیجه

د APL ډرافټ: لوی نومونه، کمه روڼتیا

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ د پنځو لوبډلو لوبډلمشران. انځور: افغانستان کرکټ بورډ

له پنځو لوبډلو دوه مالک نه لري، لوبډلمشران د ډرافټ له پیل څو ساعته مخکې بدل شول، او برحاله ملي لوبغاړي له تړون پرته کورونو ته ستانه شول. افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د دې هېڅ یوه برخه نه ده روښانه کړې.

کله چې د افغانستان کرکټ غوره لیګ بیا پیلېدو خبرې را ووتې او یو څه وخت تېر شو نو ښه وه، درې لوبډلې پلورل شوې وې: کابل، بلخ او کندهار. د اکتوبر په میاشت کې د بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان وویل چې پاتې دوه تړونونه به ژر تر ژره وشي.

نن کابل، کندهار او ننګرهار مالکان لري. بلخ او پکتیا یې نه لري. د بلخ مالک په شا شوی، او پکتیا هېڅکله نه ده پلورل شوې. مومند وايي چې نصیب خان اوس د بلخ د مالک وتل منلي، او دا خبر د ډرافټ تر وروستیو شېبو پټ ساتل شوی و.

یعنې په دوبۍ کې له ټاکل شویو پنځو لوبډلو دوه د هېچا نه دي. لوبغاړي پکې واخیستل شول. څوک باید دې لوبغاړو ته پیسې ورکړي، او بورډ لا نه دي ویلي چې څوک.

زموږ یو تکړه ورزشي خبريال ابراهیم مومند په دې باور دی چې لیګ باید په داسې حال کې نه وای پرانیستل شوی چې دا خبره د کرکټ بورډ پخواني اجرائيوي رئیس حامد شينواري هم د لیګ د بیا پیل د لومړيو مراسمو وروسته په خپل فېسبوک پاڼه لیکلې وه او ددې دواړو خبرو سره زه خپله هم په همدې موقف یم چې حالات دومره ترینګلي وي ولې بیا هم له لوبغاړو غوښتل کېږي چې تړونونه لاسلیک کړي، او له سپانسرانو او خپرونکو غوښتل کېږي چې پر مهالوېش باور وکړي، په داسې حال کې چې دوه لوبډلې لا پېرودونکی نه لري او د ورځې په پای کې کرکټ بورډ مجبور دی، د ملت له پانګې دغه پیسې وباسي.

بدلون

یوه اونۍ مخکې، د مشرانو په ډرافټ کې نړیوالو منټورانو با وجود ددې چې د انتخاب ډېر کم چانسونه يې لرل، خو خپل لوبډلمشران یې وټاکل. د مارک بوچر ننګرهار رحمان‌الله ګربز واخیست، او پکتیا رحمت شاه واخیست. د لوبغاړو د ډرافټ له پیل لږ مخکې، دواړو لوبډلمشرانو ځایونه بدل کړل.

مومند لیکي چې بوچر خبریالانو ته ویلي، هغه هم د نورو په څېر د «مېلمه» په توګه خبر شو او په پرېکړه کې یې هېڅ ونډه نه درلوده او دا په دې معنی ده چې د مشرانو ډرافټ هېڅ پرېکړه نه ده کړې او اصلي پرېکړې له پردې هاخوا د بندو دروازو تر شا کېږي.

که څه هم ابراهیم مومند دوه اټکلونه کوي، چې دواړه د لوبډلمشر او د لوبډلې د مدیریت ترمنځ د شخصي اختلاف په اړه دي. خو یو شمېر سرچينې دا هم وايي چې ګواکې ګربز ددې لپاره چې ننګرهار لوبډله کې نه شو کولی، ملګري راټول کړي، د پکتيا لوبډلې ته ځان انتقال کړ، خو په بورډ کې چا د دې بدلون دلیل نه دی ویلی، او کله چې څوک دلیل ونه وايي، خلک اټکل کوي.

کټګورۍ چې ټینګې پاتې نه شوې

یوه بله مهمه موضوع د لوبغاړو د کټګوریو وه. لوبغاړي په پنځو کټګوریو کې ټاکل کېږي، او کټګوري یې معاش ټاکي. هره لوبډله د ۷۲۵ زره امریکايي ډالرو د معاش له پولې لاندې کار کوي.

په پرونۍ ډرافټ کې کټګوریو ته هېڅ درناوی ونه شو. هغه لوبغاړي چې په ډایمنډ کې د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت ثبت وو، په ګولډ کې په ۴۰ زره واخیستل شول. لوړې کټګورۍ له داسې لوبغاړو ډکې شوې وې چې لوبډلې یې نشوای ردولی، خو د نړیوال شل‌اوریز کرکټ کچه نه لري.

که یو لوبغاړی په یوه بیه ثبت شوی او په نیمایي بیه اخیستل شوی وي، حق لري پوه شي چې ولې، او دا پرېکړه چا کړې.

څوک پاتې شول

طلوع‌نیوز د شلو افغان لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې په پروني ډرافټ کې نه دي اخیستل شوي. په دوی کې نجیب‌الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، ریاض حسن، وفي‌الله تره‌خېل، سمیع‌الله سرمست او عرب ګل مومند په څېر د شل اوريزو تکړه لوبغاړي هم شامل دي چې په کورنيو شل اوريزو لوبو کې ښه کارکردګي لري. نجیب‌الله ځدراڼ چې د هېواد یو له تر ټولو تجربه‌کارو توپوهونکو دی، په فېسبوک کې وپوښتل: هغه لوبغاړي چې د APL وړ نه دي، څنګه د افغانستان لپاره د لوبې وړ دي؟ تره‌خېل هم شکایت کړی و او په فېسبوک پاڼه یې لیکلي وو چې دا د افغانستان غوره لیګ نه، بلکې د «انډیوالۍ» لیګ دی.

افغان مینه والو او د کرکټ پوهانو په نظر چټک توپ اچوونکی امان کونړی، فهیم خېوه‌وال، ایمل شاهین او یونس ځدراڼ په شان لوبغاړي غوښتل په ای پی ایل کې وګوري. که زموږ خپل لیګ دا ډول لوبغاړي نړۍ ته ونه ښيي، نو بل څوک به یې وښيي؟

د ځینو راپورونو له مخې په عربي اماراتو کې مېشت ځینې لوبغاړي د ډرافټ ځای ته رابلل شوي وو، څو له روزونکو او لوبډلمشرانو سره مخامخ خبرې وکړي، او له همدې ځایه دا اندېښنه را ولاړېدلی شي چې په سږني ډرافټ کې انډیوالۍ، سمت‌پالنې او خپلولۍ ډېر انتخابونه ټاکلي دي.

انصاف

له ۴۶۲ کسانو څخه نوي ځایونه یعنې دا چې ډېری لوبغاړي به هسې هم مایوسه ستانه کېدل. هېڅ لیګ نشي کولی هر لوبغاړي، یا د هر مینه‌وال خوښ لوبغاړي ته ځای ورکړي. خو حق باید حقدار ته ورسېږي، نه دا چې د حشمت‌الله شهیدي په شان زاړه لوبغاړي د ملګرتيا په اساس په لوبډله کې واخیستل شي، خو وفي‌الله تره‌خېل چې واسطه نه لري، نوم يې په کاغذ پاتې شي.

ما پرون د ابراهیم مومند یو پوسټ ولوست چې ځینې ډېر ښه وړانديزونه يې کړي وو او د هغه وړاندیزونه عملي دي. هغه روزونکي چې دمخه له بورډ سره دندې لري، باید په لیګ کې بله دنده ونه لري. لوبډلې دې خپل کارکوونکي پخپله وګماري، خو په سمه څارنه کې، څو نوي خلک هم افغان کرکټ ته لاره پیدا کړي. ملي انتخاب دې له نوبتي سیستمه ووځي، څو هېڅ لوبغاړی یوازې په دې خاطر هر ځای د ځای تمه ونه لري چې یو وخت یې په ملي لوبډله کې نوبت درلود. او مالکان او لوبډلمشران دې تر ټولو غوره شته لوبغاړي وټاکي.

بورډ کولی شي پخپله هم یو کار وکړي: هر څه خپاره کړي. بشپړ نوملړ، کټګورۍ، بیې او ټولې لوبډلې ولس ته او نړۍ ته د خپلې پاکۍ ثبوت وړاندې کړي او که نه يې وړاندې کوي، معنی دا چې د بوسو لاندې اوبه روانې دي.

په پای کې څو ډېرې اساسي نکتې لا هم ګونګې پاتې دي. د ډسمبر په ۲۷مه له لومړۍ لوبې وړاندې، بورډ باید درې پوښتنو ته ځواب ووايي. د بلخ او پکتیا مالکان به څوک وي او تر هغه وخته د دوی لوبغاړو ته پیسې څوک ورکوي؟ د ننګرهار او پکتیا د لوبډلمشرانو د بدلون پرېکړه چا وکړه او ولې؟ ایا کوم لوبغاړی له خپلې ثبت شوې کټګورۍ ښکته اخیستل شوی او د چا په خبره؟

ASJF NEWS افغانستان کرکټ بورډ او پنځو لوبډلو ته د ځواب بلنه ورکوي او هر ځواب به خپور کړي. په دې کالم کې څرګند شوي نظرونه د لیکوال خپل دي.