په قلات کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالیو کې زابل لومړی، کابل دویم او غزني درېیم شو
په قلات کې د شپږو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ د سیالیو په درېیم پړاو کې زابل لومړی مقام خپل کړ. کابل دویم او غزني درېیم شو.

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د شپږو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ د سیالیو په درېیم پړاو کې زابل لومړی، کابل دویم او غزني درېیم مقام خپل کړ.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وینا، دا دوه ورځنۍ سیالۍ د زابل د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري جوړې شوې وې او پکې د کابل، غزني، زابل، دایکندي، هرات او ارزګان ورزشکارانو ګډون کړی و.
د ولایتونو ترمنځ همغږي
تنظیمکوونکو ویلي چې دا سیالۍ د بېلابېلو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه ترسره شوې.



