احمدي افسي د بلخ په استازیتوب د افغانستان د زونونو د فوتسال قهرمانانو ۲۰۲۵ سیالیو په پنځمه لوبه کې مرکز لوګر ته ۷-۴ ماتې ورکړه.
د بلخ لوبډلې په دې لوبه کې اووه ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې مرکز لوګر څلور ځله د حریف دروازه پرانیسته. د دواړو لوبډلو ترمنځ په دې سیالۍ کې ټولټال ۱۱ ګولونه ولیدل شول.
د احمدي افسي یاسر علیزاده د خپلې لوبډلې د بریا په پایله کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د دې بریا مهمه برخه د احمدي افسي د برید کرښې اغېزناک حضور و، چې د لوبې په جریان کې یې اووه ګولونه ووهل او د بلخ استازې لوبډلې ته یې په زونیزو سیالیو کې مهمه بریا ورکړه.

