د بغلان د ښوونځیو د مني فوټسال جام د ۱۶ لوبډلو په ګډون په پلخمري ښار کې پیل شو، چې په لومړیو دوو لوبو کې اسلام قلعه او میهن لېسو بریاوې خپلې کړې.
په لومړۍ لوبه کې د اسلام قلعه لېسې لوبډلې خصوصي دعوت ښوونځي ته ۴–۲ ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې د میهن لېسې لوبډله د دویم نمبر لېسې پر وړاندې ۵–۲ بریالۍ شوه.
دغه سیالۍ د بغلان د پوهنې ریاست د ورزش آمریت له خوا د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش له آمریت سره په همغږۍ، د پلخمري په ورزشي جمنازیوم کې ترسره کېږي.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي، د سیالیو موخه د زدهکوونکو ترمنځ د فوټسال پراختیا او د پوهنې د استازو لوبډلو لپاره د وړتیا لرونکو لوبغاړو پېژندل دي.
د سیالیو د ترسره کېدو بڼه او د پایلوبې نېټه نه ده اعلان شوې.

