هلمند کې راشد ارمان د ټېپبال کرکټ اتلولي وګټله
د هلمند د باباجي ولسوالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپبال کرکټ سیالۍ د راشد ارمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. راشد ارمان په پایلوبه کې خپلواک لوبډلې ته د درېیو منډو په توپیر ماتې ورکړه او شریفالله بارکزی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د ټېپبال ټینس کرکټ سیالۍ د راشد ارمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د باباجي ولسوالۍ د چهارشنبې میلې په سیمه کې، د فرید بارکزي په لوبغالي کې، د راشد ارمان او خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
راشد ارمان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
دې لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلواک ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.
خپلواک لوبډلې د هدف په تعقیب کې په خپلو ۱۲ اورونو کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې، خو ټاکلي هدف ته ونه رسېده.
په دې توګه راشد ارمان لوبډلې پایلوبه د درېیو منډو په توپیر وګټله او د ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.
د پایلوبې غوره لوبغاړی شریفالله بارکزی وټاکل شو.
دغه سیالۍ د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپبال ټینس کرکټ فدراسیون د باباجي ولسوالۍ د استازو له لوري تنظیم شوې وې.
په ټورنمنټ کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و او سیالیو ۳۰ ورځې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د اتلې راشد ارمان لوبډلې ته د لومړي مقام د جایزې په توګه یو بایسکل ورکړل شو.
دویم مقام ګټونکې خپلواک لوبډلې ته بیا د کرکټ یو بېټ ورکړل شو.
د تنظیموونکو په وینا، د دغو سیالیو موخه په سیمه کې د ورزشي فعالیتونو پیاوړتیا او د کرکټ د نویو استعدادونو موندل وو.
د درېیو منډو په توپیر د راشد ارمان بریا د یوې میاشتې سیالۍ پای ته ورسولې او خپلواک لوبډلې دویم مقام خپل کړ.



