زابل له غزني څخه د یو ورځنیو او شل اوریزو کرکټ دواړه لوبلړۍ وګټلې
زابل د غزني پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو کرکټ دواړه لوبلړۍ د ۲-۱ په پایله وګټلې. د زابل لوبډلې لوبغاړي جبارخان نوري ته د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

د زابل او غزني ولایتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو دواړه لوبلړۍ د زابل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د زابل ولایت په کوربتوب ترسره شوې، چې کوربه لوبډلې په دواړو فارمټونو کې د ۲-۱ په پایله بریاوې خپلې کړې.
د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې زابل له درېیو لوبو څخه دوه وګټلې او د ۲-۱ په پایله یې د لوبلړۍ اتلولي ترلاسه کړه.
د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم په ورته پایله پای ته ورسېده او زابل یو ځل بیا د غزني پر وړاندې د ۲-۱ په توپیر بریالی شو.
د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه د زابل لوبډلې لوبغاړي جبارخان نوري ته ورکړل شوه.
په دې توګه زابل د دواړو لوبلړیو له شپږو سیالیو څخه څلور وګټلې او د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو دواړه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې.



