افغانستان سوډان ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړیوال فسټیوال کې درېیمه بریا ترلاسه کړه
د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډلې په باکو کې سوډان ته ۳–۱ ماتې ورکړه او د فیفا په نړیوال فسټیوال کې یې درېیمه بریا ترلاسه کړه. افغان لوبډلې د ترکیې او روسیې پر وړاندې له دوو ماتو وروسته خپله وروستۍ ګروپي لوبه وګټله او په پنځو سیالیو کې یې نهه امتیازونه ترلاسه کړل.

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ، د لړم په څلورمه، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د فیفا د نړیوال فسټیوال په خپله پنځمه ګروپي لوبه کې سوډان ته ۳–۱ ماتې ورکړه.
دا د افغان لوبډلې درېیمه بریا وه، چې د ترکیې او روسیې پر وړاندې له دوو پرلهپسې ماتو وروسته یې ترلاسه کړه.
افغانستان د ګروپي پړاو له پنځو سیالیو درې وګټلې او دوې یې وبایللې. په دې توګه یې نهه امتیازونه ترلاسه کړل.
له درنې ماتې وروسته بریا
افغان ځوانانو د فسټیوال په لومړۍ لوبه کې سیرالیون ته ۲–۱ او په دویمه لوبه کې جیبوتي ته ۳–۲ ماتې ورکړې وې.
خو د افغانستان د بریاوو لړۍ د ترکیې پر وړاندې د ۴–۳ ماتې سره پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې د دوشنبې په ورځ د روسیې پر وړاندې هم ۸–۰ درنه ماتې وخوړه، خو وروسته یې د سوډان پر وړاندې خپله وروستۍ ګروپي سیالي ۳–۱ وګټله.
د سیالیو د پایلو په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، افغانستان د AE ګروپ له شپږو لوبډلو درېیم مقام ترلاسه کړی دی.
په فسټیوال کې د افغانستان راتلونکې سیالۍ
د فیفا د ۱۵ کلونو کمعمره لوبډلو نړیوال جام او فسټیوال د اکتوبر له ۲۴مې تر ۳۰مې د اذربایجان په کوربتوب ترسره کېږي.
د فیفا د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د ۱۸۹ غړو فدراسیونونو لوبډلې برخه لري.
لوبې د اتو ـ اتو لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي او هره سیالي دوې شل دقیقې نیمایي لري.
د فیفا د سیالیو د ځانګړي جوړښت له مخې، لوبډلې د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو پایلو پر بنسټ په بېلابېلو کچو کې سیالیو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د راتلونکو سیالانو نومونه او د لوبو دقیق وختونه په ترلاسه شوي راپور کې نه دي مشخص شوي.



