د افغانستان له ۱۵ کلنو کمعمره فوټبال لوبډلې دویمه پرلهپسې بریا ترلاسه کړه
د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډلې د فیفا په نړیوال فسټیوال کې جیبوتي ته ۳–۲ ماتې ورکړه او دویمه پرلهپسې بریا یې ترلاسه کړه. رامین سلطاني، شهزاده سلطاني او خیرمحمد نظري د افغانستان ګولونه ووهل؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سیرالیون ته هم ۲–۱ ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کمعمره ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۵مه، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د فیفا د نړیوال فسټیوال په دویمه لوبه کې جیبوتي ته ۳–۲ ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره رامین سلطاني، شهزاده سلطاني او خیرمحمد نظري یو ـ یو ګول وواهه.
افغان لوبډلې د شنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه هم له سیرالیون څخه ۲–۱ ګټلې وه او په دې توګه یې د فسټیوال له لومړیو دوو سیالیو دوې بریاوې ترلاسه کړې دي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې له ترکیې سره مخ شي. روسیه او سوډان هم د افغان لوبډلې د ګروپ له سیالانو څخه دي.
د فیفا د ۱۵ کلونو کمعمره لوبډلو نړیوال جام او فسټیوال د اکتوبر له ۲۴مې تر ۳۰مې په باکو کې ترسره کېږي چې د فیفا د ۱۸۹ غړو فدراسیونونو لوبډلې پکې ګډون لري.
دغه سیالۍ د ځوانو فوټبالرانو د ودې او نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو لپاره جوړې شوې او لوبې یې د اتو کسیزو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان ځوانو فوټبالرانو په خپلو لومړیو دوو لوبو کې په بریاوو سره د فسټیوال سیالۍ پیل کړې دي.



