عزیزي یاران د بایسکل جام په لومړۍ لوبه کې توران افسي ته ۳–۲ ماتې ورکړه او د لښکرګاه د اته لوبډلو فوټسال سیالۍ یې په بریا پیل کړې.
دغه سیالۍ د لښکرګاه ښار د دویمې ناحیې په ملت مصنوعي لوبغالي کې ترسره کېږي او اته «B» لوبډلې پکې ګډون لري.
لوبډلې په ګروپي بڼه سیالي کوي او ټاکل شوې چې دغه جام ۱۵ ورځې دوام وکړي.
د هلمند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې استازو دغه سیالۍ د ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې تنظیم کړې دي.
د سیالیو د تنظیموونکو په وینا، موخه یې د ځوانو لوبغاړو هڅول او هغوی ته د منظمو سیالیو زمینه برابرول دي.

